دجنرال دوستم په باب باید حقایق معلوم شې
سلام خان سلام خان

 

افغانستان په تیرو دریو لسیزو جنګونو کې که څه هم د ځمکې پر مخ خپلې ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړې، خو د ځمکې لاندې زیرمې هم خوندي پاتې نشوې یوه میاشت وړاندی د افغانستان د کانونو وزارت د ملي امنیت د شورا په غونډه کې شکایت کړې وو، چې د هېواد په شمال کې ځینې ډلې او زورواکي د دوي په کارونو کې مداخله کوي او هغه کمپنۍ ګواښوي، چې په دې سیمه کې د نفتو د ایستلو په کار بوختې دي په دی هکله د لویي څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري د شنبې په ورځ له ځینو رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دوي د امنیت د ملي شورا له لارښوونې سره سم یو درې کسیزه پلاوې ټاکلې دی، څو د شوي شکایت په اړه اسناد راټول کړي د هغه په وینا که څه هم دې پلاوي له کانونو وزارت څخه ځینې اسناد راټول کړي، خو غواړي، چې له چینایي کمپنۍ نه هم، چې کارکوونکي یي ګواښول شوي ځینې اسناد ترلاسه کړي ،له ولسمشرکرزی نه د چین جمهور رییس او د نوموړي هیواد د پټرولیمو د ادارې مشرهم غوښتنه کړې ؤ؛ چې د آموسیند د حوزې د کانونو امنیت ټینګ کړي په عین حال کی دنوموړی موضوع په باب د افغانستان د حکومت د يوه چارواکي له قوله رويټرز خبري اژانس ته ویل شوی دی؛ چې چينايي مقاماتو هم د افغانستان ولسمشر ته ويلي، چې د دوستم پلويان يې د کار خنډ کېږي د افغان حکومت دغه چارواکی دا هم ویلی دی، چې د جنرال دوستم پلويان د تېلو په عوايدو کې برخه غواړي جنرال دوستم چی یو وخت د افغانستان د دفاع وزارت درستيزوال هم ؤ وسله وال کسان په سيمه کې چينايي انجنيران تهديدوي او د تېلو په ايستلو کې خنډونه جوړوي ،افغان ولسمشر هم دغه مسئله خورا جدي بللې او ویلي، چې دا د هېواد له ملي ګټو سره تړلې ده او په دې برخه کې به له هیڅ راز مصلحت نه کار وانخستلای شيد لویی څارنوالۍ د معلوماتو له مخې د جنرال دوستم په اړه درې ډوله شکایتونه شوي دي، چې په هغو کې د کانونو د ایستلو په وړاندې د ممانعت رامنځ ته کول، د کمپنیو ګواښول او د باج غوښتنه شامله ده تر دې مخکې لویي څارنوالۍ ویلي وو، که د جنرال دوستم او د ده د ملیشو په اړه شوي شکایتونه سم ثابت شي، نو د هېواد د جزایي قوانینو له مخې به په اعدام او یا هم عمر قید محکوم شي.

 اوس د افغانستان لویه څارنوالۍ هیله منده ده، چې پلاوی به يي په کابل کې د ځینو اسنادو له راټولو وروسته ډیر ژر د هېواد شمال ته سفر وکړي او هلته به د نفتو د ایستلو په چارو کې د لاس وهنې د  شکایتونو په اړه تحقیقات پیل کړي افغان دولت په دې اړه مکلف دې او دا ځکه، چې دا مسئله د هېواد د ملي ګټو ستره مسئله ده، له دې نه د افغانستان خلکو ته روزګار برابریږي ،که څه هم د نفتو او ګازو د زیرمو په اړه دا ستونزه اوس اوس پیدا شوې، خو له تیرو دریو لسیزو راهیسې ددغه هیواد د ځینو قیمتي ډبرو او د ډبرو د سکرو کانونه د بیلابیلو زورواکو لخوا په شخصي توګه ایستل کیږي زمرد، لاجورد، کرومټ  هغه قیمتي ډبرې دي، چې په خپل سر ایستل کیږي، له افغانستان نه بهر قاچاقیږي او بیا ګټه یی هم د یو کس یا ډلې شخصي جیبونو ته پرې وځي.

اکثره افغان کتونکي که څه هم د جنرال دوستم په اړه د شوي شکایت د څیړلو لپاره د حکومت اقدام ستایی، خو وایی، چې باید د نورو زیرمو د خوندي کولو لپاره هم هڅې وشي .

د امو په نامه د نفتي حوزې یوه برخه په سرپل کې پرته ده چې پکښې د کانونو د وزارت د شمیرو له مخې په ملیونونو متره مکعبه ګاز شتون لري په کابل کې د امريکا او برېتانيا سفيران وايي له چين سره د امو سيند د نفتو د حوزې تړون روڼ دى. د ولسمشر د ويندوى له فتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر پرون له غرمې وروسته په کابل کې د برېتانيا او امريکا له سفيرانو سره په ارګ کې وکتل. سرچينه وايي ولسمشر د اموسيند د نفتي حوزې د تړون په اړه په لوېديځو رسنيو کې د خپرو شوو رپوټونو په اړه وضاحت وغوښت. د ولسمشرۍ د دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي د امريکا او برېتانيا سفيرانو له ولسمشر سره په کتنه کې وويل د امو سيند د نفتي حوزې تړون چې د چين د نفتو د ملي شرکت او افغان حکومت ترمنځ لاسليک شوى ټول قانوني پړاوونه يې د برېتانوي او امريکايي متخصصينو پر وړاندې ترسره شوي دي ، سفيرانو وويل د چين د پطروليمو له ملي شرکت سره د افغانستان لاسليک شوى تړون د افغانستان د قوانينو په رڼا او د نړيوالو معيارونو په په پام کې نيول سره لاسليک شوى او دوى يې له روڼوالي ملاتړ کوي د آمو سيند د نفتي حوزې د نفتو د استخراج تړون د تېر کال په جديې مياشت کې تر نړيوالې داوطلبۍ وروسته د چين د پطروليمو له ملي شرکت سره لاسليک شو او تمه ده چې په نيږدې راتلونکي کې له دغه سيمې د نفتو ايستل هم پيل شي. د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې ولسمشر د امريکا او برېتانيا له سفيرانو سره په کتنه کې دغه راز دوى ته د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه له خپل تصميم نه خبر کړل او له دوى نه يې د مرستې غوښتنه وکړه. ولسمشر د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د حکومت د درى ګونو قواوو غونډې د وينا پر مهال د فساد پر وړاندې د جدي مبازرې ژمنه وکړه.

 

 

 


June 25th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها